په سرپل ولایت کې په مظاهرو کې نن یو تن وژل شوی او درې تنه نور ټپیان شوي دي.
له سیمې نه د ازادي راډیو خبریال خبر راکوي، چې د سرپل د والي سید انور رحمتي ساتونکو پر مظاهره کوونکو ډزې کړي، چې له امله یې یو تن وژل شوی او درې نور ټپیان شوی.
د سرپل ولایت سیمه ایزو مسوولانو لا تر اوسه په دې اړه د جزییاتو له ورکولو څخه ډډه کړې.
دا مظاهرې د سرپل ولایت سلګونو اوسیدونکو نن ځکه وکړې، چې د دوې په خبره د سرپل والي بې کفایته دی او خپل مسوولیتونه سم نه ترسره کوي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)