افغان غږ خبری آژانس - کابل: د مرکزي بانک لومړي مرستیال، صدیق الله خالد، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام استازي سټیفن روډریګز سره الوداع غونډه وکړه.
په دې غونډه کې، ښاغلي خالد، په افغانستان کې د کوچنيو پورونو د پراختیا لپاره د ښاغلي روډریګز د هڅو ستاینه وکړه، ویې ویل چې مرکزي بانک د دې سکتور پیاوړتیا ته ژمن دی او د دې پراختیا لپاره به له ملي او نړیوالو ادارو سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.
هغه زیاته کړه چې د کوچنيو پورونو پراختیا کولی شي مالي خدماتو ته د اتباعو د لاسرسي پراخولو او د اقتصادي فعالیتونو ملاتړ کې مهم رول ولوبوي.
په ورته وخت کې، سټیفن روډریګز، د همکارۍ څخه د رضایت څرګندولو په ترڅ کې، په افغانستان کې د کوچنیو پورونو د پراختیا لپاره د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام د دوامداره ملاتړ هیله څرګنده کړه، او په دې برخه کې د ګډې همکارۍ د دوام پر اهمیت یې ټینګار وکړ.