افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي دفتر د هرات ولایت د غوریان ولسوالۍ د نمکسر مالګې کان د څلورم بلاک د استخراج لپاره د عبدالحمید فیضي کانونو او پروسس شرکت سره یو تړون لاسلیک کړ.
د وزارت د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، د دې پروژې د پانګونې ارزښت ۵،۴۹۰،۹۵۰ ډالر دی او د استخراج ساحه یې ۹.۵۸ مربع کیلومتره پوښي.
د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري د قرارداد لاسلیک مراسمو کې وویل چې دا پروژه به د ۱۵ کلونو لپاره پلي شي او د هر ټن مالګې لپاره به ۱۵۰۰ افغانۍ د امتیاز حق ولري.
هغه ټینګار وکړ چې قراردادي مکلف دی چې د کانونو قانون، د تطبیق وړ طرزالعملونو او په قرارداد کې ټاکل شوي مکلفیتونو سره سم د کانونو، پروسس او استخراج ټول فعالیتونه ترسره کړي.
د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان وکړ چې د امتیاز حق ورکولو سربیره، پانګه اچوونکي شرکت ژمنه کړې چې په ټولنیزو خدماتو کې ۳۵۰،۰۰۰ امریکایي ډالر پانګونه وکړي، د چاپیریال ساتنې اړتیاوې پوره کړي، او شاوخوا ۱۱۵ کسانو ته مستقیم او غیر مستقیم کاري فرصتونه رامینځته کړي.