افغان غږ خبری آژانس - کابل: د شپږیزه کرکټ لیګ ۱۱م پړاو د خوست ولایت په رحمت ولي مسرور لوبغالي کې پیل شو. دا سیالۍ به د لومړي ځل لپاره له کابله بهر ترسره شي او خوست د افغانستان د کورني کرکټ د سترو سیالیو کوربه دی.
د افغانستان د کرکټ بورډ د اعلامیې له مخې، په نننۍ لوبه کې د امو لوبډلې د ټاس له ګټلو وروسته د توپ وهنې پرېکړه وکړه او د بند امیر لوبډلې ته یې په ۲۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۳ منډې جوړې کړې.
د بند امیر په لوبډله کې صدیق الله عاطل په ۴۲ منډو او حشمت الله شهیدي په ۳۶ منډو د توپ وهنې په برخه کې غوره کارکردګي وښودله. له بلې خوا د امو لپاره ګلبدین نایب او قیس احمد د درېیو ویکټو په ترلاسه کولو سره د مخالفې لوبډلې د سکور په محدودولو کې اغېزمن رول ولوباوه.
په ځواب کې امو لوبډلې د ۱۳۴ منډو هدف په ۱۵.۵ اورونو کې یوازې د دوو لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه کړ. عمران میر د ۷۸ منډو په جوړولو سره د میدان ستوری شو او د لوبې د غوره لوبغاړي لقب یې ترلاسه کړ.