افغان غږ خبری آژانس - بامیان: د غور ولایت د پولیسو د قوماندانۍ ویاند مولوي عبدالرحمن بدري،
افغان غږ خبری آژانس ته وویل چې د مخدره توکو ۵۲ روږدي کسان د دې ولایت د ۳۰۰ بستریز ملاتړ کمپ کې د دریو میاشتو درملنې وروسته روغ شوي او د خپلو کورنیو سره یوځای شوي دي.
هغه زیاته کړه چې پدې موده کې، د روغتیایی خدماتو وړاندې کولو سربیره، تر درملنې لاندې کسانو لنډمهاله د سواد زده کړې او دیني زده کړو کورسونه هم ترلاسه کړي دي.
کریم، چې یو له روغو شویو کسانو څخه دی، د روږدو کسانو د درملنې لپاره د هڅو او خدماتو ستاینه وکړه، روږديتوب یې یو ناخوښ او ویجاړونکی عمل وباله او ژمنه یې وکړه چې بیا به د مخدره توکو کارولو ته مخه نه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د غور ولایت د پولیسو د قوماندانۍ چارواکو په دې ولایت کې د ۲۸ روږدو کسانو د درملنې اعلان کړی و.