افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د ټرسټ فنډ یوه اعلامیه خپره کړې چې پکې ویل شوي چې د سویډن حکومت د ټرسټ فنډ سره ۵.۲۶ ملیون ډالر مرسته کړې ده.
د سازمان په وینا، دا مرسته به د افغانانو د ملاتړ لپاره د پروګرامونو د دوام او د ډیرو ټولنو لپاره خدماتو او پراختیایي پروګرامونو ته د لاسرسي لپاره وکارول شي.
د افغانستان د ټرسټ فنډ زیاته کړه چې دا ګډه همکاري به د زیان منونکو ټولنو لپاره د ملاتړ ساحه پراخه کړي او په هیواد کې د بشري او پرمختیایي پروژو په پیاوړتیا کې مرسته وکړي.
تر اوسه پورې، دې فنډ د یو شمیر مرسته کونکو هیوادونو سره په همکارۍ کې، په افغانستان کې د معیشت، اساسي خدماتو او د سیمه ایزو ټولنو د ملاتړ په برخو کې د مختلفو پروګرامونو پلي کولو ملاتړ کړی دی.