افغان غږ خبری آژانس - کابل: د هیواد د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړه چې پکې ویل شوي چې د افغانستان او روسیې د بهرنیو چارو وزارتونو ترمنځ د سیاسي مشورو دوهم پړاو په کابل کې ترسره شو، او د دواړو هیوادونو پلاوي د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او مهمو سیمه ایزو او نړیوالو مسلو په اړه بحث وکړ.
په دې غونډه کې، دواړو خواوو د سیمه ایزو او نړیوالو پرمختګونو، سیمه ایز امنیت او ثبات، د اقتصادي همکارۍ پراخولو، د سوداګرۍ حجم زیاتولو، پانګونې جذبولو او د ټرانزیټ دهلیزونو فعالولو په اړه نظرونه تبادله کړل.
دواړو خواوو د سیمه ایزو او نړیوالو سازمانونو په چوکاټ کې د همغږۍ او همکارۍ د دوام په اهمیت هم ټینګار وکړ او موافقه یې وکړه چې د افغانستان او روسیې ترمنځ د سیاسي مشورو دریم پړاو به په مسکو کې ترسره شي.
افغانستان او روسیه په وروستیو کلونو کې هڅه کوي چې خپلې سیاسي او اقتصادي اړیکې پراخې کړي. د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ منظمې غونډې کول او د سوداګرۍ، ټرانزیټ او پانګونې همکارۍ پراختیا باندې ټینګار کول د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او سیمه ایزې همکارۍ د زیاتوالي لپاره د ګډو هڅو یوه برخه ده.