کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حامدکرزی: د هېواد محصلین باید د لوړو زده کړو وزارت له لارې بهرنیو هېوادونو ته ولیږل شي

افغان غږ آژانس(آوا) , 19 دلو 1390 ساعت 11:02

د پلاوي په نظر د یادو ستونزو لوی علت دا دی چې د سفارتونو په شمول د بیلا بیلو مراجعو لخوا افغان محصلینو ته یو شمېر بورسونه ورکړل شوي دي.


د لوړو زده کړو وزارت هغه پلاوی چې د هند او ترکیې په هېوادونو کې د افغان محصلینو د حالت او تحصیلي شرایطو د څیړنې په موخه ګمارل شوی و، پرون یې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي ته خپل رپوټ وړاندې کړ.

لېږل شوي پلاوي، افغان محصلینو ته له درس څخه وړاندې د آمادګۍ د لومړنیو کورسونو او د لیلیو نه شتون، د افغان محصلینو د منلو لپاره د هند او ترکیې په هېوادونوکې د پوهنتونونو د چمتوالي نه لرل، په درسونو او ژبه کې موجودې ستونزې مهمې وبللې، په دې اړه او په نورو برخوکې یې د شته ستونزو په باب د خپلو سترګو د لیدلي حال او موندنو په اړه جمهوررئیس ته معلومات ورکړل.

د پلاوي د رپوټ له مخې د هند او ترکیې په هېوادونو کې د نورو په پرتله هغه افغان محصلین له ډیرو ستونزو سره مخامخ و چې د ماسترۍ او دوکتورا د سند د ترلاسه کولو لپاره په دغو هېوادونوکې په زده کړه بوخت دي.

د پلاوي په نظر د یادو ستونزو لوی علت دا دی چې د سفارتونو په شمول د بیلا بیلو مراجعو لخوا افغان محصلینو ته یو شمېر بورسونه ورکړل شوي دي.

پلاوي څرګنده کړه چې د افغان محصلینو بله ستونزه، هغوی ته پرخپل وخت د هغې مادي وجوه نه رسیدل دي چې د افغانستان د حکومت لخوا ورته ورکړل شوې ده.

وروسته د لوړو زده کړو وزارت سرپرست سرور دانش بهرنیو هېوادونو ته د افغانان ځوانانو د لیږلو د څرنګوالي په باب خبرې وکړې، وې ویل: افغان ځوانان په درې کټګوریو کې بهرنیو هېوادونو ته دلوړو زده کړو لپاره لیږل کیږي. لومړۍ کټګوري
هغه ځوانان دي چې د وزارتونو او ادارو لخوا معرفي کیږي، دویمه کټګوري یې د پوهنتونونو ځوان استادان او درییمه کټګوري یې هغه ځوانان دي چې دآزموینو له تیرولو وروسته بهرنیو هېوادونو ته لیږل کیږي.

ده، وویل: ډیرې ستونزې هغه محصلین لري چې د وزارتونو او ادارو لخوا د لوړو زده
کړو لپاره بهرنیو هېوادونو ته لیږل شوي دي.

ورپسې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین محمد عثمان بابري د خپلو خبرو په ترڅ کې
وویل چې افغان محصلینو ته د تحصیلي بورسونو په ویش کې ستونزې شته چې د دغو
ستونزو د حل لپاره باید کلکه پاملرنه وشي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي د لیږل شوي پلاوي د رپوټ له آوریدو وروسته وویل: د لوړو زده کړو وزارت باید په وروستیو کلونوکې لاس ته راغلو تجربو ته په پاملرنې سره بهرنیو هېوادونو ته د افغان محصلینو د لیږلو
په برخه کې له لازم دقت څخه کار واخلي.

جمهور رئیس د دې ترڅنګ چې په هند او ترکیه کې یې د افغان محصلینو د حالت او تحصیلي شرایطو د ښه والي لپاره د پلاوي رپوټ ګټور وباله، وې ویل چې له دې وروسته دې ټول محصلین د لوړو زده کړو وزارت له لارې بهرنیو هېوادونو ته ولیږل
شي.

حامدکرزي د لوړو زده کړو وزارت ته لارښوونه وکړه چې د بهرنیو چارو له وزارت سره په همکارۍ کې دې په هند او ترکیه کې د افغانستان په سفارتونوکې د افغان محصلینو پر تحصیلي چارو باندې د څارنې دفترونه پرانیزي .

د ویلو ده چې اوس مهال له لسو زرو څخه زیات افغان محصلین د نړۍ په بیلابیلو هېوادونو کې په لوړو زده کړو بوخت دي چې د هغو له جملې څخه ۳۷۶ تنه لیسانس، ماسترۍ او دوکتورا د سندونو د ترلاسه کولو لپاره د هند او ترکیې په هېوادونوکې د افغانستان د حکومت له بودیجې څخه په لوړو زده کړو بوخت دي.


د مطلب کود: 35962

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/35962/حامدکرزی-د-هېواد-محصلین-باید-لوړو-زده-کړو-وزارت-له-لارې-بهرنیو-هېوادونو-ته-ولیږل-شي

آوا
  https://www.avapress.com