دخپریدو نیټه :شنبه ۱۳ سرطان ۱۴۰۵ ساعت ۱۴:۳۸
د مطلب کود : 359624
د هیواد ورزشکاران د جنوبي آسیا د بدن جوړونې په اتلولۍ کې د شپږو مډالونو په ګټلو سره ځلیدلي دي
د هیواد ورزشکارانو د جنوبي آسیا د بدن جوړونې په شپاړسمه اتلولۍ کې د دوه سرو زرو، دریو سپینو زرو او یو د برونزو مډال په ګټلو سره بریالۍ فعالیت وښود.
افغان غږ خبری آژانس: افغان ورزشکارانو د جنوبي آسیا د بدن جوړونې په شپاړسمه اتلولۍ کې د دوه سرو زرو، دریو سپینو زرو او یو د برونزو مډال په ګډون شپږ مډالونه وګټل.

د ملي اولمپیک کمیټې د اعلان له مخې، د سپورتي فزیک په کټګورۍ کې نصیب الله عظیمي او په فری سټایل کټګورۍ کې میوند بابا کرخیل د افغانستان لپاره د سرو زرو دوه مډالونه وګټل او په پوډیم کې یې لومړی مقام ترلاسه کړ.

همدارنګه، د سپورتي فزیک په کټګورۍ کې خواجه رفیع، د ۷۵ کیلوګرام وزن په کټګورۍ کې احمد حبیبي او د فری سټایل په کټګورۍ کې ریاض الرحمن احسان د افغانستان لپاره د سپینو زرو درې مډالونه وګټل. بلال جلیلي هم د دریم مقام په ګټلو سره د سیالۍ د برونزو مډال وګاټه.

افغانستان په دې ټورنمنټ کې د ۱۸ کسیزې ډلې سره ګډون کړی دی. دا سیالۍ د جولای په ۲۹مه پیل شوې او د جولای تر ۳مې پورې به دوام وکړي، او د جنوبي اسیا د اتو هېوادونو لوبغاړي به پکې سیالي وکړي.
https://avapress.net/vdcewo8xejh8npi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته