افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: د بلخ د پولیسو د قوماندانۍ د مشرتابه د مشورې او د ولایت د والي د منظورۍ پر بنسټ، د ولایت د امنیتي مدیریت په جوړښت کې بدلونونه راغلي دي.
د بدلونونو پر بنسټ، د کشنده ولسوالۍ پخوانی امنیه قوماندان شهاب الدین حاجي ریحان د مزار شریف د لسمې امنیتي حوزې د قوماندان په توګه معرفي شوی دی. د مزار شریف د لسمې امنیتي حوزې پخوانی قوماندان عبدالغني مهدي د کشنده ولسوالۍ د نوي امنیه قوماندان په توګه ټاکل شوی دی.