افغان غږ خبری آژانس: د ووشو هڅونې سیالۍ د افغانستان د ملي ووشو فدراسیون د ۲۰۰ لوبغاړو په ګډون سره په کابل کې پیل شوې.
د ملي اولمپیک کمیټې په وینا، لوبغاړي به په دې سیالیو کې د ماشومانو، تنکیو ځوانانو، ځوانانو او لویانو د عمر په کټګوریو کې سیالي وکړي او خپلې وړتیاوې به وښيي.
تنظیم کونکو ویلي چې د دې سیالیو د ترسره کولو هدف د لوبغاړو د ظرفیت او چمتووالي ښه کول، د غوره استعدادونو پیژندل او په هیواد کې د ووشو د لا ودې او پرمختګ لپاره اساس چمتو کول دي.
ټاکل شوې ده چې سیالۍ درې ورځې دوام وکړي، او په پای کې به په مختلفو کټګوریو کې غوره لوبغاړي معرفي او درناوی وشي.