دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۴ سرطان ۱۴۰۵ ساعت ۰۷:۰۸
د مطلب کود : 359680
د امر بالمعروف وزارت: څلور ښځې د کورني تاوتریخوالي او جبري ودونو څخه ژغورل شوي
د امر بالمعروف وزارت اعلان وکړ چې د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې څلور ښځې د کورني تاوتریخوالي او څلور نورې ښځې د جبري ودونو څخه ژغورل شوي دي. وزارت د سیمه ایزو عالمانو او مشرانو په همکارۍ د ۱۵ قومي شخړو د حل اعلان هم وکړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د امر بالمعروف وزارت اعلان وکړ چې په خوست او میدان وردګو ولایتونو کې څلور ښځې چې له کلونو راهیسې له کورني تاوتریخوالي سره مخ وې، د وزارت د محتسبینو په مداخله وژغورل شوې او د دوی شرعي حقونه خوندي شول.
 
وزارت دا هم وویل چې محتسبینو د عالمانو او قومي مشرانو په همکارۍ په خوست، سرپل، تخار او بامیان ولایتونو کې ۱۵ قومي شخړې د منځګړیتوب او تفاهم له لارې حل کړې دي.
 
په خبر کې دا هم راغلي چې د خوست، سرپل او غور ولایتونو کې څلور نورې ښځې د وزارت د کارمندانو د هڅو له لارې د جبري واده څخه ژغورل شوې دي.
https://avapress.net/vdcg7y9wzak9n34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته