افغان غږ خبری آژانس - کابل: د عامې روغتیا وزارت د ننګرهار ولایت ولایتي روغتون او روغتیایی مرکزونو ته د ۶۱۵،۰۰۰ ډالرو په ارزښت د درملو د لیږد اعلان وکړ.
د وزارت په وینا، پدې بار کې د ننګرهار د ولایتي روغتون لپاره ۶۴ توکي درمل او د دې ولایت د ولسوالیو روغتیايي مرکزونو لپاره ۶۲ توکي درمل شامل دي.
د عامې روغتیا وزارت ویلي چې د دې بار لیږلو هدف د روغتیایی خدماتو پیاوړتیا او د ننګرهار د طبي مرکزونو طبي اړتیاوې پوره کول دي.