د اسلامي امارت د لومړي وزیر د فرمان له مخې، د غور ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا پخوانی رییس، مولوي ضیاء الله خادم، د دایکندي ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا د نوي رییس په توګه معرفي شو. په ورته وخت کې، د دایکندي د څانګې پخوانی رییس، مولوي محمد ادریس شریعت، د غور ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا د رییس په توګه وټاکل شو.









