افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د تخار ولایت د پولیسو د قوماندانۍ پولیسو ځواکونو د تالقان ښار په کلفګان، مالکیان او خطایان سیمو کې د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې ۷۸ کیلوګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط کړل او د دې نشه يي توکو د قاچاق په تړاو یې اووه کسان ونیول.
د وزارت په وینا، امنیتي ځواکونو د هرات ښار په پنځمه ناحیه کې هم یو کس د ۲۵۰۰۰ نشه يي توکو سره یوځای نیولی دی. امنیتي چارواکو اعلان کړی چې نیول شوي کسان به د لومړنیو څېړنو له بشپړولو وروسته عدلي او قضايي ادارو ته معرفي شي.
د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کلونو کې اسلامي امارت د مخدره توکو د قاچاق او تولید سره مبارزه د خپلو امنیتي لومړیتوبونو څخه بللې او په وار وار یې د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې د مخدره توکو د کشف او نیولو او قاچاق وړونکو د نیولو لپاره د عملیاتو د پلي کولو اعلان کړی دی.