افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان د کډوالو لپاره د عالي کمیشنر (UNHCR) برهم صالح او د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام عمومي رییس الکساندر ډی کرو د یکشنبې په ورځ کابل ته رسیدلي دي.
برهم صالح وویل چې د سفر موخه د خلکو د ستونزو له نږدې څېړنه او د هغوی اړتیاوې پوره کول دي، او زیاته یې کړه چې ملګري ملتونه د افغانستان د خلکو ملاتړ ته ژمن دي.
هغه زیاته کړه چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې شاوخوا شپږ میلیونه افغانان هیواد ته راستانه شوي دي، چې دا یو نړیوال ریکارډ دی. هغه هیله هم څرګنده کړه چې د راستنیدونکو د ملاتړ لپاره به ډیرې بشري مرستې چمتو شي.
په ورته وخت کې، الکساندر ډی کرو وویل چې UNDP په افغانستان کې فعال حضور لري او د خلکو د ژوند شرایطو ښه کولو او د اساسي خدماتو د پیاوړتیا لپاره به کار ته دوام ورکړي.
هغه دا ژمنه هم وکړه چې دا اداره به په افغانستان کې د ډیرو دندو د رامنځته کولو او د پراختیایي پروګرامونو د ملاتړ لپاره کار وکړي.