افغان غږ خبری آژانس - هرات: د فراه ولایت د محمد آباد کډوالو په کمپ کې د ۶۴ کیلومتره داخلي سړکونو جوړول د ۵ ملیون افغانیو په لګښت پیل شوي دي.
دا پروژه د ښاري پراختیا او کور جوړونې وزارت لخوا تمویل کیږي او موخه یې د استوګنې د زیربنا ښه کول او د اوسیدونکو د تګ راتګ اسانتیا ده.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د دې پروژې پلي کول به لسګونو خلکو ته ورځني کاري فرصتونه برابر کړي او تمه کیږي چې له بشپړیدو وروسته به د محمد آباد کډوالو د کمپ ځینې زیربنايي اړتیاوې پوره شي.