دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۶ سرطان ۱۴۰۵ ساعت ۰۸:۴۷
د مطلب کود : 359923
د کانونو او پټرولیم وزارت د صنعت او کانونو په نندارتون کې د افغانستان د کانونو ظرفیتونه معرفي کړل
د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو او صنایعو د اونۍ په پنځم ملي او نړیوال نندارتون کې د ګډون په ترڅ کې د افغانستان د کانونو ظرفیتونه، د پانګونې فرصتونه او د کانونو د قراردادونو د ورکړې بهیر پانګوالو او لیدونکو ته معرفي کړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو او صنایعو اونیزې په پنځم ملي او نړیوال نندارتون کې د یوه بوت په جوړولو سره د افغانستان د کانونو په سکتور کې وروستي ظرفیتونه او د پانګونې فرصتونه نندارې ته وړاندې کړل.

په دغه بوت کې د هېواد هر ډول قیمتي، نیمه قیمتي، صنعتي او سینګار ډبرې معرفي شوې او د کانونو د قراردادونو د داوطلبۍ پروسې، د قراردادونو د ترلاسه کولو شرایط او د کانونو د سکتور د نورو تولیداتو او ظرفیتونو په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل شول.

د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکي وايي، په دغه نندارتون کې د ګډون موخه د بېلابېلو سکتورونو ترمنځ د همکارۍ پیاوړتیا، د کورنیو تولیداتو له بازار څخه ملاتړ، د کورنیو او بهرنیو پانګوالو راجلبول او د کانونو د غیر قانوني استخراج او قاچاق مخنیوی دی.

په دغه نندارتون کې د افغانستان د کانونو د سکتور ظرفیتونه او د هېواد د کانونو نمونې د لیدونکو لپاره وړاندې شوې او د دغه وزارت استازو د پانګوالو او اقتصادي فعالانو پوښتنو ته ځوابونه وویل.

د چارواکو په وینا، د کانونو او پټرولیم وزارت دغه بسته د خلکو، پانګوالو او د خصوصي سکتور د استازو له پراخ هرکلي سره مخ شوې او د افغانستان د کانونو د ظرفیتونو د معرفي کولو او په دې برخه کې د پانګونې د جلبولو لپاره یې ښه زمینه برابره کړې ده.
https://avapress.net/vdcgxy9wwak9ny4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته