افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د سې شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP) له مدیر الکساندر ډی کرو او د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنر برهم صالح سره وکتل او خبرې اترې یې وکړې.
د بهرنیو چارو وزارت د یوې مطبوعاتي اعلامیې له مخې، دواړو لوریو په دې غونډه کې د افغانستان او د ملګرو ملتونو د اړوندو ادارو ترمنځ د همکارۍ د پیاوړتیا، د افغان کډوالو د وضعیت، بشري او پرمختیایي مرستو، د راستنیدونکو اړتیاوو، د بدیل معیشت د رامنځته کولو او په جامع ډول د دوامداره پراختیایي پروګرامونو پلي کولو په اړه بحث وکړ.
په دې غونډه کې د کډوالو د ستونزو د حل، د راستنیدونکو د ملاتړ او د افغان وګړو د ژوند د ښه والي په موخه د پراختیایي پروګرامونو د پلي کولو لپاره د ګډې همکارۍ د پراخولو پر اړتیا ټینګار وشو.