افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ملګرو ملتونو د بشري میشت ځایونو پروګرام (UN-Habitat) د دوشنبې په ورځ وویل چې په لغمان ولایت کې شاوخوا ۶۰۰ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی لري.
د ملګرو ملتونو ادارې د چهارشنبې په ورځ ولیکل چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي مرستې صندوق (UN-STFA) په ملاتړ، د لغمان د بابا صاحب سیمې اوسیدونکي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی لري.
ملګرو ملتونو په وار وار ټینګار کړی چې پاکو اوبو ته لاسرسی په افغانستان کې د ناروغیو کمولو او روغتیا ښه کولو کې مهم رول لوبوي، په ځانګړي توګه د ماشومانو په منځ کې.
د ملګرو ملتونو په وینا، په افغانستان کې په میلیونونو خلک د خوندي اوبو له کمښت سره مخ دي، او په هیواد کې شاوخوا له هرو لسو کسانو څخه اته یې ککړې اوبه څښي؛ دا د ناروغیو د خپریدو خطر زیاتوي، په ځانګړې توګه د ماشومانو په منځ کې.