افغان غږ خبری آژانس: د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي په کابل کې د متحده عربي اماراتو له سفیر سیف الکتبي سره وکتل او د دوه اړخیزو اړیکو، همکارۍ پراخولو او سیمه ییزو مسلو په اړه یې نظرونه تبادله کړل.
د وزارت د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، متقي د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ اړیکې پراخېدونکي وبللې او هیله یې څرګنده کړه چې په مختلفو سکتورونو کې د همکارۍ د پراختیا لپاره د دواړو هېوادونو ګډې هڅې نورې هم پیاوړې شي.
په بدل کې، سیف الکتبي هم له افغانستان سره د نږدې او دوامداره همکارۍ د پراختیا لپاره د متحده عربي اماراتو پر ژمنې ټینګار وکړ او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو دوام یې مهم وګاڼه.