افغان غږ خبری آژانس - کابل: د شاپور ځدران جنازه د چهارشنبې په ماسپښین له هند څخه کابل ته راوړل شوه. د افغانستان د کرکټ یو شمیر اوسني او پخواني لوبغاړي، د کرکټ مینه والو د یوې لویې ګڼې ګوڼې سره یوځای د کابل په هوايي ډګر کې د هغه د هرکلي او لیږدولو لپاره راټول شوي وو.
د کرکټ نړیوالې شورا (ICC) هم یوه اعلامیه خپره کړه چې د پخواني لوبغاړي مړینه یې د کرکټ ټولنې لپاره لویه ضایعه وبلله او ټینګار یې وکړ چې د افغانستان د کرکټ د یو له خورا اغیزمنو شخصیتونو څخه به تل په یادونو کې ژوندۍ پاتې شي.
شاپور ځدران د افغانستان د کرکټ د لومړي نسل یو له مشهورو لوبغاړو څخه و چې په نړیواله کچه یې د افغانستان د کرکټ په وده او معرفي کې مهم رول لوبولی و.