افغان غږ خبری آژانس-کابل: د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) اعلان کړی چې د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې، په افغانستان کې شاوخوا ۱۵۰ روغتیايي مرکزونه چې د مرستندویه ادارو په ملاتړ فعالیت کاوه د بودیجې د نشتوالي له امله تړل شوي یا ځنډول شوي دي.
دغه سازمان د جولای په ۷مه، د چهارشنبې په ورځ په خپل X پاڼه کې په یوه پیغام کې لیکلي چې د دې مرکزونو تړل د ملیونونو خلکو لپاره روغتیایی خدماتو ته لاسرسی کم کړی دی.
په پایله کې، روغتیايي کارکونکي نشي کولی ماشومان واکسین کړي، او میندې او ناروغان اړینو او باکیفیته روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نلري، سازمان وویل.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې په افغانستان کې دا مهال ۲۲ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري، چې له دې ډلې څخه له ۱۴ میلیونه څخه ډیر یې روغتیایی خدماتو ته اړتیا لري.
سازمان دا خبرداری هم ورکړی چې د افغانستان روغتیایی سیسټم، چې د لسیزو جګړو له امله زیانمن شوی، په وروستیو کلونو کې تر زیات فشار لاندې راغلی دی ځکه چې نړیوالې مرستې کمې شوې او په ملیونونو کډوال هیواد ته راستانه شوي دي.