دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۸ سرطان ۱۴۰۵ ساعت ۱۷:۲۵
د مطلب کود : 360202
له ۱۸۱ میلیونه افغانیو څخه زیاتې مرستې ۴۵۰۰۰ راستنیدونکو او بې ځایه شویو کورنیو ته وویشل شوې
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت اعلان وکړ چې د روان کال د جوزا په میاشت کې، د هیواد په بیلابیلو برخو کې ۴۵۵۵۰ راستنیدونکو او بې ځایه شویو کورنیو ته له ۱۸۱ میلیونه افغانیو څخه زیاتې نغدي او غیر نغدي مرستې وویشل شوې.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت اعلان وکړ چې د روان کال د جوزا په میاشت کې، له ۱۸۱ میلیونه افغانیو څخه زیاتې مرستې ۴۵۵۵۰ راستنیدونکو او بې ځایه شویو کورنیو ته وویشل شوې.
 
د وزارت په وینا، پدې مرستو کې نغدي پیسې، خواړه، طبي تجهیزات او جامې شاملې وې او د راستنیدونکو او بې ځایه شویو کورنیو د اساسي اړتیاوو د پوره کولو په هدف چمتو شوې وې.
 
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ټینګار کړی چې د راستنیدونکو کډوالو او بې ځایه شویو کورنیو ته د بشري مرستو د ویشلو پروسه به د کورنیو او نړیوالو ادارو په همکارۍ دوام ومومي.
https://avapress.net/vdciuuaprt1aqr2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته