افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان او هند د بهرنیو چارو وزارتونو د ګډې کمېټې څلورمه غونډه د پنجشنبې په ورځ په نوي ډیلي کې ترسره شوه.
د بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس حافظ ضیا احمد تکل وویل، دا غونډه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د لومړي سیاسي رییس شعیب بریالی او د افغانستان، پاکستان او ایران لپاره د هند د ځانګړي استازي انند پرکاش په مشرۍ ترسره شوه.
د تکل په وینا، دواړو خواوو د ویزې پروسې د اسانتیا، د سوداګرۍ ستونزو او خنډونو د لرې کولو، او همدارنګه د افغانستان او هند ترمنځ د صادراتو او وارداتو په برخه کې د همکارۍ د پیاوړتیا په اړه بحث وکړ.
دا غونډه د سیاسي او اقتصادي همکاریو د پراختیا او د کابل او نوي ډیلي ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د اسانتیا لپاره د دوه اړخیزو مشورو د دوام لپاره ترسره شوه.