کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان، پاکستان او ایران مشران په اسلام اباد کې غونډه کوي

افغان غږ آژانس(آوا) , 20 دلو 1390 ساعت 20:01

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی عبدالباسط خبریالانو ته وویل، په اسلام اباد کې د افغانستان، پاکستان او ایران د ولسمشرانو دوه ورځنۍ سرمشریزه به د راتلونکې پنجشنبې په ورځ/ د دلوې۲۷- فبروري۱۶) پیل شي.


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت، هیواد به یې راتلونکې اوونۍ د تروریزم پرضد د افغانستان او ایران د مشرانو د کنفرانس کوربه وي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی عبدالباسط خبریالانو ته وویل، په اسلام اباد کې د افغانستان، پاکستان او ایران د ولسمشرانو دوه ورځنۍ سرمشریزه به د راتلونکې پنجشنبې په ورځ/ د دلوې۲۷- فبروري۱۶) پیل شي.

ده همداراز وویل:«په دې سرمشریزه کې به د افغانستان ولسمشر حامد کرزی او د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد ګډون وکړي.»

عبدالباسط دا درې اړخیزه غونډه د درو هیوادونو د مشرانو لپاره مهمه وبلله، ویې ویل چې دوی به په دې غونډه کې پر سیمه ییزو مسایلو، له تروریزم سره پر مبارزې او د مخدرو موادو د قاچاق په شمول د منظمو جرمونو په اړه خبرې وکړي.



د مطلب کود: 36037

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/36037/د-افغانستان-پاکستان-او-ایران-مشران-په-اسلام-اباد-کې-غونډه-کوي

آوا
  https://www.avapress.com