دخپریدو نیټه :شنبه ۲۲ دلو ۱۳۹۰ ساعت ۱۹:۱۲
د مطلب کود : 36095
ولسي جرګه د خپل دویم مرستیال په ټاکلو کې بیا پاتې راغله
د ولسي جرګې د دویم مرستیالۍ لپاره څلورو کسانو، چې په کې شکیلا هاشمي، ډاکټر شاه جان، محمد نذیر احمدزې او نعمت الله غفاري شامل دي، ځانونه کاندید کړي وو، چې هیڅ یو پنځوس جمع یو رایه ونه ګټله.
په ولسي جرګه کې د دویم مرستیال د ټاکلو لپاره د نن ورځې انتخابات بیا هم کومې نهایي نتیجې ته ونه رسیدل او د شوې پریکړې له مخې دا انتخابات به سبا له سره کیږي.

د ولسي جرګې د دویم مرستیالۍ لپاره څلورو کسانو، چې په کې شکیلا هاشمي، ډاکټر شاه جان، محمد نذیر احمدزې او نعمت الله غفاري شامل دي، ځانونه کاندید کړي وو، چې هیڅ یو پنځوس جمع یو رایه ونه ګټله.

په ولسي جرګه کې د دویم مرستیال دنه ټاکلو له امله یوشمېر وکیلان غصه کړل او پریکړه یې وکړه، چې د دې ستونزې د ختمولو لپاره به یا صندوق کیږدي او یا به علنی رایه ورکړي.

د ولسي جرګې د دوهم تقنیني کال له پیل راهیسې دا اتم انتخابات وو، چې په کې هېڅ یوه کاندید د دې څوکۍ د ترلاسه کولو لپاره لازمې رایې نه دي ګټلي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcamwne.49nio1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته