افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: د بلخ ولایت د پولیسو قوماندانۍ د دفتر لخوا د خپرې شوې مطبوعاتي اعلامیې له مخې، دا کس نن، جمعه، د صفر په ۹مه، د ۲۱۰۰ ملی لیتره الکولي مشروباتو (د ۲۱ بوتلونو معادل) سره ونیول شو.
د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، د دې کس قضیه به د لومړنیو څېړنو له بشپړیدو وروسته عدلي او قضايي چارواکو ته وسپارل شي.
د بلخ ولایت د پولیسو قوماندانۍ د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې د مدیریت ریاست چارواکو ټولو هغو کسانو ته خبرداری ورکړی چې په دې ډول غیرقانوني فعالیتونو کې ښکیل دي، که نه نو نیول به شي او عدلي او قضايي چارواکو ته به معرفي شي.