افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کندوز د صنعت او سوداګرۍ ریاست چارواکو اعلان کړی چې په دغه ولایت کې له ۲۵۰ څخه ډیر تولیدي شرکتونه فعالیت کوي او زرګونه خلک په فابریکو او مختلفو تولیدي سکتورونو کې کار کوي.
د کندوز د صنعت او سوداګرۍ ریاست د تصدیو عمومي رییس محمد نسیم سباوون په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې وویل چې په دې ولایت کې سوداګرو او د تولیدي شرکتونو مالکینو په بیلابیلو سکتورونو کې په ملیونونو افغانۍ پانګونه کړې ده.
هغه زیاته کړه چې کندز د وريجو پروسس، سبزیجاتو تولید، ساختماني موادو او ځینو نورو سکتورونو کې ځان بسیاینې ته رسیدلی دی، او تولید شوي محصولات د کورنیو اړتیاوو د پوره کولو سربیره یو شمیر ولایتونو او د هیواد مرکز ته صادریږي.
د هغه په وینا، د روان کال له پیل راهیسې، ۸۳ تولیدي فابریکو او شرکتونو ته د فعالیت جوازونه ویشل شوي دي، او د سوداګرو او صنعتکارانو لپاره د پانګونې د غوره فرصتونو د برابرولو هڅې روانې دي.
په ورته وخت کې، په کندز کې د تولیدي شرکتونو یو شمیر چارواکو د مناسبو پانګونې فرصتونو د رامینځته کیدو هرکلی کړی او له خلکو یې غوښتي چې د کورنیو محصولاتو په کارولو سره د هیواد د صنعتونو او تولیدونکو ملاتړ وکړي.
هغه دا هم وویل چې د اسلامي امارت د رهبر د فرمان پر بنسټ، په هر ولایت کې ۱۰۰۰۰ جریبه ځمکه صنعتکارانو ته ځانګړې شوې ده، او د دې ځمکو د ویش پروسه به ډیر ژر پیل شي.