افغان غږ خبری آژانس - کابل: په عشق آباد کې د افغانستان سفارت اعلان وکړ چې د سفارت سرپرست فضل محمد صابر د روسیې د ریل پټلۍ ادارې له استازي ایوان تونکیخ سره ولیدل او د پانګونې فرصتونو، د صنعت، کرنې، سوداګرۍ او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د نورو برخو په اړه یې خبرې وکړې.
د سفارت په وینا، د روسیې د ریل پټلۍ ادارې استازي د شمال-جنوب دهلیز د پراختیا، د ګمرکي تعرفو کمولو او د آقینه او تورغندي بندرونو کې د فعالیتونو د اسانتیاوو څخه خوښي څرګنده کړه.
ایوان تونکیخ وویل چې په نږدې راتلونکي کې به افغانستان ته سفر وکړي ترڅو د ریل پټلۍ د پراختیا او په دې برخه کې د همکارۍ د برخو په اړه د اړوندو څانګو له چارواکو سره خبرې وکړي.
هغه همدارنګه د تخنیکي او پرمختیایي همکاریو په برخو کې د همکارۍ ژمنه وکړه.
په دې غونډه کې، دواړو خواوو د افغانستان او روسیې ترمنځ د اړیکو پر پراختیا او په اقتصادي، ترانسپورت او زیربنایي برخو کې د همکارۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.