افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: دا مرسته چې د ازبکستان د فرغانه ولایت لخوا چمتو شوې، بسترونه، ویلچیرونه، د هوا د ککړتیا واحدونه، یخچالونه او یو شمیر نور اړین طبي او غیر طبي تجهیزات او اکمالات پکې شامل دي.
د ابو علي سینا بلخي روغتون د هیواد په شمال کې یو له مهمو طبي مرکزونو څخه دی چې د طبي تجهیزاتو او اسانتیاوو د نشتوالي له امله له جدي ننګونو سره مخ دی. دا مرسته د افغانستان سره د ازبکستان د طبي او بشري همکارۍ په چوکاټ کې چمتو شوې.
د یادونې وړ ده چې د عامې روغتیا وزارت په دې وروستیو کې د آغا خان بنسټ سره د ۲.۶ ملیون ډالرو په ارزښت یو تړون لاسلیک کړ ترڅو په بدخشان او بغلان کې د ماشومانو د تغذیې وضعیت ښه کړي.