افغان غږ خبری آژانس - هرات: د راپورونو له مخې، دا بارونه، چې له پاکستان څخه افغانستان ته لیږدول کېدل، د چهار برجک ولسوالۍ په "ډاک" سیمه کې کشف او ضبط شول.
د نیمروز د فرعي ګمرک مشر مولوي عبدالغفار محمود وویل چې د یو ټن او ۶۰۰ کیلوګرامه درملو او ۲ ټنو او ۵۰۰ کیلوګرامه مسو د قاچاق مخه نیول شوې، چې په دریو موټرو کې ځای پر ځای شوي وو. هغه زیاته کړه چې د دې قضیې په تړاو دوه کسان نیول شوي او قاچاق شوي توکي د موټرو سره یوځای اړوندو ادارو ته سپارل شوي دي.
د یادونې وړ ده چې نیمروز ولایت، چې له پاکستان او ایران سره ګډه پوله لري، تل د قاچاق وړونکو توکو لپاره یو له اصلي لارو څخه ګڼل شوی، او چارواکو ټینګار کړی چې دوی به له دې پدیدې سره جدي چلند وکړي.