دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۱ اسد ۱۴۰۵ ساعت ۰۹:۵۲
د مطلب کود : 362198
په کابل کې د ۱۶ وسله والو غلو نیول
د پلازمینې د پولیسو قوماندانۍ په ښار کې د وسله والو غلاوو په تور د یوې ۱۶ کسیزې ډلې د نیولو اعلان کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د قوماندانۍ د یوې خبرپاڼې له مخې، د دې ډلې غړو د بنهیسر په سیمه کې د استوګنې په یوه کور کې د غلا په ترڅ کې د یوې کورنۍ دوه غړي وژلي او یو بل کس یې ټپي کړی دی.

ویل شوي چې د کابل په اتمه ناحیه کې امنیتي ځواکونو د چټکو عملیاتو وروسته د دوو موټرو او پنځو ټوپکونو سره یوځای د دغو کسانو په نیولو بریالي شول. د کابل د پولیسو قوماندانۍ دا هم ویلي چې نیول شویو کسانو د خپلو جرمونو په ترسره کولو اعتراف کړی دی.

د یادونې وړ ده چې د بنهیسر سیمه د کابل په جنوب ختیځ کې موقعیت لري.
https://avapress.net/vdceow8xvjh8pzi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته