افغان غږ خبری آژانس - هرات: د هرات د کلیو د بیارغونې او پراختیا رییس عبدالسلام مستوفي آغا وویل چې د اوبو رسولو په دې شبکه کې د ۱۰۰ متره ژور څاه کیندل، د ۱۴۱ نلونو نصبول، د ۲۰ متر مکعب ظرفیت لرونکي د اوبو زیرمه جوړول، د ۵ زره ۱۷۰ متره پایپ لاین شبکې پلي کول او د لمریز پمپ سیسټم لپاره د ۲۰ لمریز تختو نصبول شامل دي.
هغه زیاته کړه چې د دې پروژې په بشپړیدو سره به ۲۷۰ کورنۍ د څښاک د پاکو اوبو څخه ګټه پورته کړي او د هغې د پلي کیدو په جریان کې به د یو شمیر ځایی اوسیدونکو لپاره لنډمهاله کاري فرصتونه برابر شي.
د شهر آباد کلي اوسیدونکو د دې پروژې د پیل هرکلی وکړ، او ویې ویل چې د دې سیمې خلک له کلونو راهیسې د څښاک د پاکو اوبو له کمښت سره مخ دي، او د اوبو رسولو د دې شبکې پلي کول به تر ډیره حده د دوی اوږدمهاله ستونزه حل کړي.