افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغان برېښنا شرکت اجرایوي رییس ملا عبدالحق حمار د ازبکستان د سفر په جریان کې د دې هیواد د انرژۍ د لومړي مرستیال وزیر امید محمد امینوف سره ولیدل او د انرژۍ په برخه کې د ستراتیژیکو همکاریو د پراختیا په اړه یې خبرې وکړې.
د افغان برېښنا شرکت اعلان وکړ چې په دې غونډه کې، ازبک لوري د افغانستان د انرژۍ د سکتور د پراختیا لپاره د یو جامع ۱۵ کلن پلان د چمتووالي اعلان وکړ.
د خپرو شویو معلوماتو پر بنسټ، دواړو لوریو د تخنیکي همکاریو پراختیا، د تخصصي ظرفیتونو لوړولو او د انرژۍ په سکتور کې د ګډو پروژو د پلي کولو په چټکتیا ټینګار وکړ، او دا همکاري یې د افغانستان د انرژۍ د زیربنا د پیاوړتیا لپاره مهمه وګڼله.
افغانستان او ازبکستان په وروستیو کلونو کې د انرژۍ په سکتور کې خپلې همکارۍ د پام وړ پراخې کړې دي. له ازبکستان څخه د برېښنا واردول، د برېښنا د لېږد شبکې پراختیا، د ګډو پروژو پلي کول، او د انرژۍ په زیربناوو کې د پانګونې پلان جوړول د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ له مهمو برخو څخه دي.
د ازبکستان لخوا وړاندیز شوی ۱۵ کلن پلان کولی شي د انرژۍ سکتور د دوامداره پرمختګ او په افغانستان کې د برېښنا تولید او لېږد ظرفیت لوړولو لپاره لاره هواره کړي.