افغان غږ خبری آژانس - کابل: د فواید عامې وزارت مطبوعاتي دفتر یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړه چې پکې ویل شوي چې سږ کال په سرال کې، د هیواد د ریل پټلۍ له لارې ۷۱۶۳۰۰ ټنه تیل، غیر تیل او نور توکي لیږدول شوي دي.
د وزارت د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، د لیږد ترټولو لوی مقدار د حیرتان بندر له لارې ترسره شوی، چې پکې ۴۸۳۳۸۸ ټنه توکي شامل دي.
همدارنګه په دې موده کې، ۶۰،۵۴۶ ټنه تېل، غیر تېلي توکي او نور مواد د آقینه بندر، ۷۱،۹۰۵ ټنه د تورغندي بندر او ۱۰۰،۴۶۱ ټنه د خاف-هرات د اورګاډي کرښې له لارې وارد او صادر شوي دي.
د فواید عامې وزارت زیاته کړه چې د دې لیږدونو یوه برخه د صادراتو پورې اړه لري، او په جولای کې، د انارو جوس په ګډون ۲،۸۳۸ ټنه سوداګریز توکي بهر ته صادر شوي دي.
وزارت ټینګار وکړ چې د ترانسپورت په سکتور کې د لا زیاتو اسانتیاوو د رامنځته کولو، د سوداګرو لپاره مناسب شرایط برابرولو او د اورګاډي د کارولو د پراخولو لپاره کار کوي.