افغان غږ خبری آژانس – کابل: د نوي بشپړ تماس د یو ورځنیو سیالیو دریم پړاو د غزني ولایت په کوربه توب د کابل، زابل او غزني ولایتونو د ۱۴۰ تنو ورزشکارانو په ګډون ترسره شو.
د هېواد د المپيک د ملي کمېټې د خبر له مخې، د دغو سياليو په پاى کې د غزني ولايت ورزشکارانو لومړى، د کابل ولايت ورزشکارانو دويم او د زابل ولايت ورزشکارانو درېيم مقام خپل کړ.
د تنظیم مسوولینو وویل چې د دغو سیالیو له پیلولو څخه یې د غوره ورزشي شخصیتونو پیژندل او ټاکل، د جنګي لوبو وده او ورزشي فعالیتونو ته د ځوانانو هڅول دي.
د يادونې وړ ده چې د نوي بشپړ تماس سيالۍ د مارشل آرټ له ډلې څخه دي چې په دې وروستيو کلونو کې يې د هېواد د ځوانانو تر منځ زياتې لېوالتيا پيدا کړې ده. په دې برخه کې د ولایتي او ملي سیالیو ترسره کول د نویو استعدادونو د ودې او په لویو سیالیو کې د ګډون لپاره د ورزشکارانو د چمتووالي لپاره زمینه برابروي.
د ځایی راپورونو له مخې، د نوي بشپړ تماس سیالۍ په وروستیو کلونو کې په هیواد کې یو له خورا مشهور مارشل آرټ څخه شمیرل کیږي. په مجازی ځای کې، یو شمیر کاروونکو د دې سیالیو د ترسره کیدو هرکلی وکړ او دا یې "د مارشل آرټ د پراختیا او د ځوانو استعدادونو د پیژندلو په لور یو اغیزمن ګام" وباله.
د يادونې وړ ده، چې د هېواد د المپيک ملي کمېټه په پام کې لري، چې د دغو سياليو راتلونکي پړاوونه په نورو ولايتونو او د هېواد په کچه هم ترسره کړي.