دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۲ اسد ۱۴۰۵ ساعت ۰۹:۲۶
د مطلب کود : 362298
په بغلان کې ۲۰۰۰ کلنه لرغونې سکه کشف شوه؛ د تاریخي میراثونو د ساتنې لپاره موزیم ته وسپارل شوه
یوه لرغونې سکه، چې شاوخوا ۲۰۰۰ کاله پخوانۍ ده، د بغلان ولایت په برکه ولسوالۍ کې د یو ځوان هلک لخوا کشف او د قانوني پروسیجرونو له لارې د دې ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست سیمه ایز موزیم ته وسپارل شوه. دا تاریخي اثار، چې د غواګانو د څړولو پرمهال موندل شوي وو، اوس د بغلان په سیمه ایز موزیم کې ساتل کیږي.
افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست مشر اسدالله مصطفی هاشمي وویل چې لومړني تحقیقات ښیي چې دا سکه د یوناني دورې څخه ده او شاوخوا ۲۰۰۰ کاله پخوانۍ ده. هغه زیاته کړه چې د هغې د دقیق نیټې، ځانګړتیاوو او اعتبار د ټاکلو لپاره به نورې ځانګړې پلټنې ترسره شي.

د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست مشر د ولایت له اوسیدونکو څخه وغوښتل چې که تاریخي اثار ومومي نو د اطلاعاتو او کلتور ریاست ته یې وسپاري ترڅو د هیواد کلتوري میراث په سمه توګه خوندي او د راتلونکو نسلونو لپاره وساتل شي.

د یادونې وړ ده چې د بغلان ولایت
https://avapress.net/vdcf10dmcw6dv0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته