افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کډوالو ستونزو ته د رسیدګۍ کمیسیون په وینا، دا کډوال د تورخم او سپین بولدک له لارې (فرضي کرښه)، اسلام کلا او د ورېښمو پل له لارې افغانستان ته داخل شوي دي.
د راستنیدو دا څپه دوام لري پداسې حال کې چې په زرګونو افغان کډوال په پاکستان کې د فشارونو له امله هیواد ته راستنیدو ته اړ شوي دي.
اسلامي امارت هم هڅه کوي چې د راستنیدونکو کډوالو لپاره د نوم لیکنې او د ځمکې د ویش مرکزونو په جوړولو سره دا پروسه اداره کړي.