افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دې وړاندوینې له مخې، د نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونه به له ۱۰ څخه تر ۳۵ ملي مترو پورې باران ولري.
دې ادارې په مرکزي، ختیځو، سویل ختیځو، سویلي او لویدیځو ولایتونو کې د ۵۰ څخه تر ۹۵ کیلومتره په ساعت کې د بادونو د احتمال وړاندوینه هم کړې ده. دا خبرداری په داسې وخت کې ورکول کېږي چې د هیواد په مختلفو ولایتونو کې په دې وروستیو ورځو کې د درنو بارانونو او ویجاړونکو سیلابونو شاهدان دي.