دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۲ اسد ۱۴۰۵ ساعت ۱۹:۲۰
د مطلب کود : 362389
په هرات کې د ۸ میلیون افغانیو په ارزښت دوه پراختیایي پروژې پیل شوې
د هرات ښاروالۍ چارواکو د ښار په پنځمه او نهمه ناحیه کې د ۸ میلیون افغانیو په ارزښت د دوو پراختیایي پروژو د پیل اعلان وکړ.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: په دې پروژو کې د سړکونو پخول او د کانالونو جوړول شامل دي او د ښاري زیربناوو د ښه کولو، د ښاریانو د تګ راتګ اسانتیا او د سطحي اوبو د مدیریت په هدف پلي کیږي. د چارواکو په وینا، دا پروژې به په راتلونکو دریو میاشتو کې بشپړې او عملي شي.
 
د هرات ښاروالۍ چارواکو دا هم اعلان وکړ چې د ښار په نورو سیمو کې د پراختیایي پروژو د پلي کولو پروسه دوام لري او سږ کال لپاره په هرات ښار کې د یو ملیارد افغانیو په ارزښت ۸۰ پراختیایي پروژې پیل شوې دي. دا پروژې په مختلفو برخو کې پلي کیږي پشمول د سړکونو قیر کول، د اوبو کانالونه جوړول، د ښاري زیربناوو پراختیا او د عامه خدماتو ښه کول.
https://avapress.net/vdcg7x9wyak93w4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته