افغان غږ خبری آژانس - کابل: د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې اعلان کړی چې د کندهار ولایت په شاه ولی کوټ او دامان ولسوالیو، د زابل ولایت په شملزۍ ولسوالۍ او د ارزګان ولایت په چهارچینو ولسوالۍ کې د څلورو دولتي روغتونونو د جوړولو کار پیل شوی دی.
د عامې روغتیا وزارت زیاته کړه چې دا روغتونونه به د نږدې ۲۰۰ ملیون افغانیو په لګښت جوړ شي او ټاکل شوې ده چې د ۱۸ میاشتو په اوږدو کې یې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د دې پروژو د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې د دې روغتونونو جوړول به د ناروغانو د ستونزو په کمولو او په ځانګړې توګه په لرې پرتو سیمو کې د اړینو روغتیايي خدماتو په وړاندې کولو کې مهم رول ولوبوي.
هغه زیاته کړه چې د دې پروژو په بشپړیدو سره به د روغتیايي خدماتو کیفیت ښه شي او روغتیايي خدماتو ته د خلکو لاسرسی به پراخ شي.
د عامې روغتیا وزیر ټینګار وکړ چې وزارت هڅه کوي چې د ورته پروژو په پلي کولو سره په ټول هیواد کې، په ځانګړې توګه په لرې پرتو ولسوالیو کې معیاري روغتیايي خدمات رامینځته کړي.
د دې روغتونونو د جوړولو له پیل سره سم، د کندهار په عینو مینا روغتون کې د ۱۵ بسترونو ظرفیت لرونکی د جدي پاملرنې واحد هم پرانیستل شو. دا واحد د یو نیم ملیون ډالرو په لګښت جوړ شوی.
همدارنګه، په ارزګان کې د فیروزه روغتیا مرکز د ۳۸۰ زره ډالرو په لګښت او د دې ولایت د دهراود ولسوالۍ کې د سګزي جامع روغتیا مرکز د نږدې ۲۵ ملیون افغانیو په لګښت فعال شو.