د افغانستان د فوټبال فدراسیون د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، د دې اونۍ په لومړۍ لوبه کې، چې د لیګ ۱۹مه لوبه هم وه، سرسب یاشلر غوره لوبه وکړه او د خراسان فاریاب لوبډلې ته یې د ۵-۰ لوړې نمرې سره ماتې ورکړه.
په دویمه لوبه او د سیالۍ په ۲۰مه لوبه کې، ارمان فوټبال کلب د کابل ځوانانو لوبډلې ته د ۴-۰ نمرې سره ماتې ورکړه.
دا سیالۍ په کابل کې د ۱۰ ټیمونو په ګډون سره پیل شوې او ټاکل شوې ده چې ۲۳ ورځې دوام وکړي.
د کابل د ۱۷ کلنو ځوانانو غوره لیګ د ځوانو استعدادونو د ودې، د غوره لوبغاړو د پیژندلو او د بنسټیزو ټیمونو ترمنځ د سالم سیالۍ چاپیریال د چمتو کولو په موخه ترسره کیږي.