افغان غږ خبری آژانس - مشهد: هغه وویل چې دا زیارت کوونکی د قانوني او تنظیمي پروسیجرونو بشپړولو وروسته د دوغارون پولې څخه مشهد ته تللي دي.
جمشیدي د دوغارون پولې کې د زیارت کوونکی لپاره د لنډمهاله استوګنې چمتووالی هم اعلان کړ او زیاته یې کړه چې تمه کیږي چې په راتلونکو ورځو کې نور حاجیان له افغانستان څخه ایران ته داخل شي.
د یادونې وړ ده چې د اربعین په مراسمو کې د ګډون لپاره د افغان زیارت کوونکی ویزې د عراق لخوا په ځنډ سره صادرې شوې. اوس دغو حاجیانو د مقدسو زیارتونو د لیدو لپاره ویزې ترلاسه کړې دي او عراق ته روان دي.