افغان غږ خبری آژانس - بامیان: د دایکنډی امنیه قوماندانی ویاند غلام علی جاوید وایی، د دې پېښې له راپور سره سم د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ د اور وژنې ادارې د پېښې د غبرګون ټیم د پېښې ځای ته واستاوه.
هغه زياته کړه: دغه ټيم د ښاروالۍ د مديريت پرسونل، د استخباراتو رياست او د سيمې د اوسېدونکو په همکارۍ له څه د پاسه دوه نيمو ساعتونو نه ستړي کېدونکې هلې ځلې وروسته د مړو جسدونه له اوبو څخه را ايستل او خپلو کورنيو ته يې وسپارل.
جاوېد زياته کړه، چې د دايکنډي والي مولوي تورجان احمدي، له سيمه ييزو چارواکو سره د پېښې ځاى ته ورغلى و او د پېښې د څرنګوالي په اړه يې له نږدې وکتل.
هغه زیاته کړه؛د وژل شویو له کورنیو سره د غمشریکۍ په موخه نغدي مرسته هم وشوه. د یادونې وړ ده چې لاذقیه د دایکندي ولایت یو له تفریحي او سیاحتي سیمو څخه ګڼل کیږي، خو د کافي خوندیتوب او څارنې د اسانتیاوو نشتوالی یې کله ناکله د ورته پېښو د رامنځته کېدو لامل کېږي.