کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د څو اروپایي هېوادونو پولیسو هغه قاچاقچیان نیولي، چې افغانان به یي اروپا ته لیږدول

افغان غږ آژانس(آوا) , 29 دلو 1390 ساعت 10:55

دغو قاچاق وړونکو په تېرو لسو میاشتو کې شاوخوا پنځه زره کسان اروپایي هېوادو ته انتقال کړي او له دې لارې یي په میلونونو ډالر تر لاسه کړیدي.


د څو اروپایي هېوادونو پولیسو د هغې قاچاق وړونکې ډلې شپږ کسان نیولې چی افغانان به یي اروپا ته لیږدول.

د اروپایي اتحادیي قضایي ادارې د جمعې په ورځ وویل، دغو قاچاق وړونکو د یونان له لارې، افغانان اروپا ته انتقالول.

دا اداره وایي، په دې عملیاتو کې چې د پکول په نامه یاد شوې، د بلجیم، انګلستان، فرانسې او یونان پولیسو برخه اخیستې وه.

دغو قاچاق وړونکو په تېرو لسو میاشتو کې شاوخوا پنځه زره کسان اروپایي هېوادو ته انتقال کړي او له دې لارې یي په میلونونو ډالر تر لاسه کړیدي.

له دې مخکې، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي و، په کال کې شاوخوا پنځوس زره افغانان په غیر قانوني ډول یونان ته داخلیږي.

ټاکل شوې، چې په مارچ میاشت کې په یونان کې د افغانستان سفارت په رسمي ډول پرانیستل شي.

سرچینه: ازادی رادیو


د مطلب کود: 36327

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/36327/د-څو-اروپایي-هېوادونو-پولیسو-هغه-قاچاقچیان-نیولي-چې-افغانان-یي-اروپا-ته-لیږدول

آوا
  https://www.avapress.com