دخپریدو نیټه :شنبه ۲۹ دلو ۱۳۹۰ ساعت ۱۸:۲۲
د مطلب کود : 36351
حامدکرزي د دوهم ځل لپاره د ترکمنستان دجمهوررئیس په توګه د قربان قلي بردي محمدوف دانتخاب له امله هغه ته مبارکي وویله
حامدکرزي څرګنده کړه چې د ترکمنستان هېواد د ښاغلي محمدوف په مشرۍ د کتنې وړ پرمختګونه کړي دي او هیله لرو چې د ده دجمهوري ریاست په نوې دوره کې دغه هېواد لا نور پرمختګونه هم وکړي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي، نن له غرمې مخکې له قربان قلي بردي* *محمدوف سره د یوې ټلیفوني اړیکې په ترڅ کې هغه ته د دوهم ځل لپاره د ترکمنستان د جمهوررئیس په توګه د انتخاب له امله مبارکي وویله.

د رپوټونو له مخې، د جمهوري ریاست د څوکۍ لپاره په ترکمنستان کې د روان لمریز کال د سلواغې په ۲۳ نېټه انتخابات ترسره شول چې په پایله کې قربان قلي بردي محمدوف په سلوکې له ۹۷ څخه زیاتې رایې ترلاسه او د دوهم ځل لپاره د ترکمنستان د جمهوررئیس په توګه وټاکل شو.

د افغانستان جمهوررئیس په دغه ټیلیفوني اړیکه کې وویل چې د قربان قلي بردي محمدوف د جمهوري ریاست په تیره دوره کې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ اړیکې ټینګې شوې. ده هیله وکړه چې د ده د جمهوري ریاست په نوې دوره کې د دغو دوه وروڼو هېوادونو ترمنځ اړیکې له پخوا لا ډیرې پراخې شي.

حامدکرزي څرګنده کړه چې د ترکمنستان هېواد د ښاغلي محمدوف په مشرۍ د کتنې وړ پرمختګونه کړي دي او هیله لرو چې د ده دجمهوري ریاست په نوې دوره کې دغه هېواد لا نور پرمختګونه هم وکړي.

همدا راز په دغه ټیلیفوني اړیکه کې حامدکرزي د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د ټینګښت او پراختیا په لاره کې د ښاغلي قربان قلي بردي محمدوف له هڅو څخه مننه وکړه او د ورور او دوست هېواد ترکمنستان خلکوته یې د لا سوکالۍ او نیکمرغۍ هیله وکړه.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfymdm.w6dvtaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته