د افغانستان د دفاع وزارت هغه راپورونه رد کړل، چې ګواکې دې وزارت د ملي اردو له هغو سرتیرو څخه چې کورنۍ یې په پاکستان کې اوسیږي غوښتي چې خپلې کورنۍ افغانستان ته راولي او یا هم له پوځ څخه ووځي.
د دفاع وزارت یو ویاند دولت وزیري ازادۍ راډیو سره په خپلو خبرو کې وویل، چې د ملي اردو له سرتیرو څخه داسې کومه غوښتنه نه ده شوې.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په وروستیو کې راپور ورکړ، چې د افغانستان د دفاع وزارت دا اقدام د دې لپاره کړی چې د اردو په لیکو کې د مخالفینو د نفوذ مخه و نیسي
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)