افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: په دې غونډه کې د پوهنتونونو او دولتي ادارو ترمنځ د همکارۍ پراختیا، د وروستیو فارغانو لپاره د کار فرصتونو برابرولو او په دولتي ادارو کې د عملي روزنې لپاره د اساس په رامنځته کولو ټینګار وشو.
د بلخ مرستیال والي مولوي نورالهادي ابو ادریس هم د پوهنتونونو او دولتي ادارو ترمنځ همغږي د نظام د پیاوړتیا او د هیواد د پرمختګ لپاره مهمه وبلله.
د بلخ پوهنتون رئیس شیخ محمد سعید هاشمي هم د معاصرو علومو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې د هیواد د پرمختګ سره، د نویو ټیکنالوژیو او مسلکي کارمندانو اړتیا زیاتیږي.
د بلخ ولایت د پرسونل چارو رییس مولوي سلطان محمد سعید وویل چې د بلخ والي د لارښوونې پر بنسټ به هڅه وشي چې ځوانو فارغانو ته په دولتي ادارو، خصوصي شرکتونو او ادارو کې د کار زمینه برابره شي.
د غونډې په پای کې موافقه وشوه چې باصلاحیته او محروم ځوانان به د تعلیمي تړونونو له لارې خصوصي پوهنتونونو ته معرفي شي، او زده کونکي به د عملي روزنې لپاره اړوندو څانګو ته معرفي شي. د خصوصي پوهنتونونو چارواکو هم د دې نوښت هرکلی وکړ او د همکارۍ لپاره یې چمتووالی څرګند کړ.