افغان غږ خبری آژانس: په اعلامیه کې ویل شوي چې د دې سیلابونو له امله د نیپال او د چین د تبت خودمختاره سیمې یو شمیر اوسیدونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی او همدارنګه پراخه مالي زیانونه اوښتي دي.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د نیپال او چین له حکومتونو او خلکو سره، په ځانګړي ډول د دې پیښې د قربانیانو له کورنیو سره د زړه له کومې خواخوږي څرګنده کړې او له ژوندیو پاتې شویو کسانو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.
د نیپال سیمه ییزو رسنیو راپور ورکړی چې په نیپال کې د سیلابونو له امله د مړو شمېر ۵۳۸ ته رسیدلی دی. د راپورونو له مخې، د ۵۱۷ بهرنیو اتباعو په ګډون ۹۷۷ کسان هم ورک دي.